جرمني یو افغان له تروریستانو سره د اړیکو په تور محاکمه کوي

افغانی الاصله جرمنی احمد ولي صدیقي

امریکايي پوځونو دا ۳۷ کلن افغان، دوه کاله وړاندې په افغانستان کې ونیوی، نوموړي د توقیف پر وخت په تحقیقاتو کې د القاعده د يو پلان په اړه پوره معلومات ورکړي وو، چې د هغه پلان له مخې ښايي القاعده شبکې په اروپايي ښارونو کې تروریستي حملې کړې وای.

ټول اتهامات، جرمني مقاماتو ته د هغه د مؤکل د خبرو پر اساس جوړ شوي دي.

که پر صدیقي داتورنه ثابت شي، چې نوموړی د القاعده او د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړی و، نو په لسو کالو بند به محکوم شي.

پر صدیقي داسې تورونه دي، چې هغه ته په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ م کال په پاکستان د دوو تروریستي ډلو له خوا روزنه ورکړل شوې وه، چې د خشونته ډکو وسلوالو فعالیتونو برخه واخلي.

جرمني مقامات وايي، صدیقي یو له هغو ګڼشمېر سختدریځو مسلمانو څخه و، چې په ۲۰۰۹ م کال یې هامبورګ، د پاکستان په سرحدي سیمو کې د تروروستي روزني لپاره پریښود. د دغو کسانو ګڼشمېر ونیول شول او ځيني یې ووژل شول.

د دې ډلې يو بل کس (رامي مکانیسي) چې د سوریې و، خو د جرمني تبعه و، تیر کال په فرانکوفورټ کې د ۴ کالو او نهو میاشتو په بند محکوم شو.

نوموړی، وړم کال په پاکستان کې ونیول شو او جرمني چارواکو ته وسپارل شو.

څارنوالان وايي، چې احمد ولي صدیقي ته د ا زبکستان د اسلامي غورځنګ له خوا پوځي روزنه ورکړل شوې وه. دا راز صدیقي په جرمني ژبه د یوه تبلیغاتي فلم په جوړولو کې مرسته کړې وه.

د اسوسیتید پرس خبري آژانس د جرمني څارنوالانو د اعلامیې پر اساس لیکي:

″صدیقي په ۲۰۱۰ م کال فیصله وکړه، چې د ازبکستان اسلامي غورځنګ پریږدي، او د القاعده له ډلې سره د زغروال ټانکونو، ضد او نورو درنو وسلو د استعمال طریقې زده کړي.″

څارنوالانو د صدیقي د اتهاماتو پر وخت په اعلامیې کې وویل، چې د ۲۰۱۰ م کال په دوبي کې د القاعده شبکې یوه لوړرتبه غړي صدیقي ته امر وکړه، چې جرمني ته ستون شي او هلته په اروپا کې د تروریستي شبکې سره کار وکړي.

د دغي شبکې وظیفه د مالي مرستو تنظیمول وو او په عین وخت کې باید نورو فعالیتونو ته هم چمتو وای.

خو په مشخصه توګه ده، ته دالقاعده د مشرانو له خوا دستور نه و ورکړل شوی.

د جرمني د شپیګل مجلې ته چې پر صدیقي د ټولو تورونو ۱۱۴ مخیزه راپور په لاس ورغلی دی لیکي:

د القاعده هغه جګ پوړی غړی، چې خپلو پلویانو ته یې د هغوی د کارنو په اړه حکم ورکاو ″یونس ال موریتاني″ نومیږي. نوموړی په ۲۰۱۱ م کال د پاکستان په استخباراتو کې د هغو کسانو له خوا ونیول شو، چې د (سي. ای. اې) سره یې کار کاو او وروسته یې امریکایي ځواکونو ته وسپاره.

د جرمني استخبارات وايي، کله چې احمد ولي صدیقي په کابل کې له امریکایانو سره په توقیف کې و، هغه د تحقیقاتو پر وخت په ۲۰۱۰ م کال په اروپا کې د عسویانو د اختر یا کرسمیس پر مهال د القاعده له خوا د تروروستي حملو له پلان څخه پرده پورته کړه.

همدا کار د دې سبب شو، چې امریکا او نورو هیوادونو د سفر کولو په هلکه خبرداری ورکړ.

صدیقي، پروسږ کال د اپریل په میاشت جرمني مقاماتو ته وسپارل شو.

د جرمني اسختبارات وايي، چې صدیقي د (منیر ال متصادق) ملګری و، چې په ۲۰۰۶ م کال په جرمني کې په دې تور محکوم شو، چې نوموړي د سیپټمبر د یولسمې نیټې په تروریستي پيښه کې لاس درلود. خو صدیقي دا خبره ردوي، چې ده د ″منیر ال متصادق) سره اړیکې درلودلې.