د ملي امنیت ریاست په محبسونو کې د بندیانو د شکنجې په اړه د بشري حقونو د کمیسیون راپور رد کړ

په يوه تازه راپور کې ويل شوي، چې د افغانستان د ملي امنيت د رياست په محبسونو او د پوليسو په نظارتخانو کې بنديان شکنجه کېږي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون په راپور کې ويل شوي، چې د ملي امنيت د رياست په توقبف کې له بنديانو څخه د اقرار اخيستلو لپاره د شکنجې له خورا بې رحمانو شيوو څخه کار اخيستل کېږي.

د افغانستان د ملي امنيت د رياست ويندوی دا راپور ردکړ، ويې ويل چې هغه د دې لپاره خپور شوي چې د افغانستان حکومت د بګرام د محبس د کنټرول د ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده.