د ترکيې د بهرنيو چارو وزير احمد داوود اوغلو پرون وويل، چې هيواد به يې هيڅکله افغانستان ته شا وانړوي.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير دا څرګندونې له افغانستانه د پوځيانو د ايستلو په باب د ترکيې د څو ګوندونو له غوښتنې وروسته وکړې.
تېره اوونۍ د کابل په بګرامۍ ولسوالۍ کې د ترکيې د پوځ يوه هيلي کوپتر پر يوه کور ولوېده چې په نتيجه کې يې دوولس ترک پوځيان او څلور تنه افغانان ووژل شول.
له دې پېښې وروسته د ترکيې ځینو ګوندونو له حکومت څخه وغوښتل، چې له افغانستانه ټول ترک پوځيان وباسي.
خو د ترکيې د بهرنيو چارو وزير له افغانستان سره د ترکيې اوږدو تاريخي اړيکو ته په اشارې په دې ټينګار وکړ؛ چې ترکيه به هيڅکله افغانان په کړاو کې يوازې پرې نږدي.