د رابرټ بیلز مدافع وکیل له خپل موکل سره لومړۍ کتنه له احساساتو ډکه کتنه وبلله

د هغه امريکايي، چې د کندهار په پنجوايي کې د شپاړس ملکي افغانانو په وژلو تورن دی، مدافع وکيل له خپل موکل بريدګي رابرټ بېلز سره لومړنۍ مخامخېدا په خپل ژوند کې د ځان لپاره تر ټولو احساساتي کتنه وبلله.

مدافع وکيل جان هنري براون له تورن بېلز سره پرون د کيسناس ايالت په پوځي محبس کې د درې نيم ساعتونو په مخه خبرې وکړې.

براون له خپل موکل سره له کتنې وروسته له اسوشيتيد پريس خبري اژانس سره په ټېلفوني خبرو کې وويل چې بيا به هم له تورن شوي بېلز سره وويني.

بېلز تراوسه پوري مجرم نه دي پېژندل شوي خو که محکوم شي ممکن اعدام شي.