د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن له برموډا سره لوبه کوي

افغان کرکټ ټیم

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم نن د شل اوريزو اتلوليو د غوراوي په سياليو کې، چې په متحده عربي اماراتو کې د شپاړس هيوادونو ترمنځ روانې دي، په داسې حال کې د برموډا له ملي لوبډلې سره مخامخ کېږي، چې پرون يې هانګ کانګ ته په نهو ويکټونو سخته ماته ورکړه.

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم، چې د دې سياليو په ″اې ګروپ″ کې دی، تراوسه شپږ لوبې کړي او ټولې يې ګټلي دي.

په ″بي ګروپ″ کې ناميبيا يې لوبه نه ده بايللې.

پرون د افغانستان په وړاندې لوبه هانګ کانګ پيل کړه. خو افغان لوبغاړو نهه تنه هانګ کانګي لوبغاړي يو په بل پسې وسوځول.

هانګ کانګ په خپلو ټولو شلو اورونو کې ټولټال ۱۰۳ منډې جوړې کړای شوې، خو افغان لوبغاړو د هانګ کانګ له لوري ۱۰۴ ټاکل شوی هدف د يوه لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په يوولسم اور کې پوره کړ.

د افغانستان له لوري دولت ځدراڼ پنځه هانګ کانګي لوبغاړي وسوځول، عزت الله دولتزي دوه او دوه نور هانکانګي لوږبغاړي د کريم صادق او محمد نبي له خوا وسوځول شول.

په دې لوبه کې د افغانستان يوازيني سوځېدلي لوبغاړي کريم صادق و، چې په لسو توپونو يې ۲۲ منډې جوړې کړې وې.

جاويد احمدي ۳۸ او محمد شهزاد ۴۳ منډې جوړې کړې. شهزاد اووه څلوريزې ووهلې. جاويد احمدي ۴ څلوريزې او يوه شپږيزه ووهله. کريم صادق هم څلور څلوريزې وهلې وې.

افغانستان تراوسه پورې يو ځل نړيوالو شل اوريزو سياليو ته بريالي شوي. تېر ځل افغانستان له هند او جنوبي افريقا سره په نړيوالو شل اوريزو اتلوليو کې په يوه ګروپ کې برابر شوي و.