ولسي جرګې د ۱۳۹۱ کال د ملي بودیجې طرحه ونه منله

یوه ورځ وروسته تر هغی چې ولسي جرګې د 1391 لمریز کال د ملي بودیجې طرحه ونه منله د افغانستان د مالیي وزارت، د ولسي جرګې پر دغې پریکړې انتقاد وکړ.

د مالیي وزارت چارواکي وایي، ولسي جرګې د 1391 لمریز کال د ملي بودیجې طرحه په داسې حال کې ونه منله، چې د دغې جرګې د غړو نصاب پوره نه وه.

بل لورته د ولسي جرګې غړو د تیرې یکشنبې په ورځ د رایو په اکثریت سره د ملي بودیجي دغه طرحه رد کړه.

په دې اړه نور جزیات له کابل څخه د حمیده هارون عثمان به راپور کې:

Your browser doesn’t support HTML5

د ملي بودیجې په اړه راپور