نۍ:په تیر یو کال کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالې ۳۸ سلنه زیات وو

په کابل کې د رسنیو د ملاتړ دفتر یا نی نن د نوي کال په مناسبت په خپل یو نوي رپورټ کې ویلي، چې په تیر یو کال کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالې ۳۸ سلنه زیات شوې.

د دغې ادارې مسول محمد صابر فهیم نن ازادۍ راډيو سره په خبرو کې دا خبردارې ورکړ، که د تاوتریخوالي دا لړۍ ختمه نشي نو دا به د رسنیو په وړاندې ډیری ستونزې رامنځ ته کړي.

نوموړي د ژورنالستانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ډیریدو لاملونه د ناامنیو زیاتیدل، له قانون څخه د دولتي مسولینو سرغړنه او مجریمینو ته سزا نه ورکول په ګوته کوي.