چارواکي وایي، چې د فرانسې په جنوب لویدیځ کې د یهودانو د یوه ښوونځي په مخکې نن د درې ماشومانو په شمول لږ تر لږه څلور کسان په ډزو ووژل شول.
په دغې حمله کې چې نن سهار په تولوز ښار کې شوې، یو شمېر نور ژوبل دي، د یوه وضعیت کړکیچن ښودل شوی.
پولیسو په هغه وسله وال پسې وو، چې د عیني شاهدانو په وینا په یو موټرسایکل سپور وو.
د دوشنبې د ورځې حمله وروسته تردې ترسره کیږي، چې تیره اونۍ په سیمه کې په دوجلا حملو کې درې فرانسوي عسکر وژل شوي و. حمله کونکی یو موټرسایکل چلونکی ښودل شوی.
د فرانسې ولسمشر نیکولاس سارکوزي وویل، تراوسه وختي ده چې پریهودي ښونځي وروستۍ حمله د تیرې اونۍ د فرانسوي عسکرو له وژل کیدو سره وتړل شي.
تمه ده چې سارکوزی او نورچارواکي به نن د ورځې ناوخته د پیښې له ځای څخه لیدنه وکړي.