په ننګرهار ولایت کې نن دوشنبې دوه چاودنې شوي، چې لومړې چاودنه د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې سهار اته بجې د پولیسو په رینجر موټر شوې، چې د ننګرهار د والي د ویاند احمد ضیا عبدالزي په وینا زیان نه لري.
دویمه چاودنه غرمه مهال یوولس نیمې بجې د تورخم – جلال اباد په لویه لار د مارکو په سیمه کې د پولیسو په یوه رینجرموټر شوې، چې د والي د ویاند احمدضیا عبدالزي په وینا پولیسو ته زیان نه دی رسیدلی او ترڅنګ یې په یوه روان ټیکسي موټر کې یو تن سپرلۍ ژوبل کړې ده .
ویاند زیاتوي، پولیس پلټنې کوي او عاملین یې تر اوسه نه دي موندلي.
محمد داود وفا
جلال اباد