د پاکستان امنیتي چارواکي وایي، چې د افغانستان پولي ته نژدې په قبایلي سیمه کې د پوځ او وسله والو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او له لسو څخه زیات نور ژوبل دي.
د عمر رحمن په نوم د شمالي وزیرستان یوه اوسیدونکي په ټیلیفون ازادۍ راډیو ته د سیمې د وضعیت په اړه وویل، چې تر نن سهاره پورې دواړو لورو پر یو بل ډزې کولې
چارواکو وویل، د وسله والو له لورې پرون ناوخته په میرانشا کې پر یوې پوځي پوستې ترحملې وروسته په نښتو کې څلور وسله وال او یو عسکر وژل شوی دی.
چارواکو زیاته کړه، چې پوځ په ځوابیه حملو کې نن سهار وختي د مشکوکو وسله والو خوندي ځایونه په نښه کړل چې په ترڅ کې یې درې ولسي وګړي ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شول.
تر اوسه مستقلو منابعو د تلفاتو په اړه د پوځ دغه ادعاوې ندي تایید کړي.
د پاکستان په قبایلي سیمو کې سخت دریځې وسله وال فعالیت کوي اوهم داسیمې د هغو سخت دریځو قوي سنګربلل کیږی چې له القاعده او وسه والو طالبانو سره تړاو لري.