خوست کې ملي اردو او ائتلافي ځواکونو په چاڼیزوعملیاتو کې درې تنه وسله وال نیولي

د خوست سیمه ایز چارواکي وایې، د ملي اردو او ائتلافي ځواکونو په یو لړ چاڼیزو عملیاتو کې د ګربزو په سرحدي ولسوالۍ کې درې تنه وسله وال له وسلو سره نیولي.

د ګربزو ولسوال ولي شاه همت ازادۍ راډیو ته وویل چې، دې کسانو د دې سیمې په نا ارامیو کې لاس درلود.

د نیول شوېو کسانو څخه څیړنې رواني دي، خو وسله والو مخالفینو د دوي د نیول په اړه تر اوسه څرګندونې نه دي کړي.