د امریکا او افغانستان اړیکي باید د کندهار د وروستۍ پيښې تر اغیز لاندې نه راشي

په امریکا کې د افغانستان سفیر وایي، د امریکا او افغانستان تر منځ اړیکې نباید د کندهار د وروستۍ پيښې تر اغیز لاندې راشي.


په امریکا کې د افغانستان سفیر اکلیل حکیمي له امریکایې سي ان ان ټلویزیون سره په مرکه کې د امریکا او افغانستان اړیکې له ستونزو ډکې وبللې، خو زیاته یې کړه چې باور لري امریکا به د رابرټ بیلز په قضیه کې چې د پنجوایې په پيښه کې تورن دی، مناسب اقدام وکړي.

په ورته وخت کې یو بل افغان چارواکي رویټرز ته ویلي چې، دا پيښه د دواړو هیوادونو تر منځ پر ستراتیژیک تړون اغیز و نکړي او پدې اړه به خبري دوام و کړي.