پولیس:د ماویست یاغیانو د هند په ختیځ کې دوه ایټالوي سیلانیان تښتولي دي

پولیسو پرون وویل، چې ماویست یاغیانو د هند په ختیځ کې دوه ایتالوي سیلانیان تښتولي دي.

پولیسو وویل، چې دغه دوه سیلانیان له دوهندوانو سره د تیرې چهارشنبې په ورځ د ښکلي طبعیت لرونکې خو وروسته پاتې اوریسا ایالت کې یرغمل شوي.

د دوي دوه هندي ملګري پرون بیرته خوشې شول.

د ماویست ډلې یوه ویاند دغه ایتالویان تورن کړي، چې د لمبیدو په مهال یې د ښځو عکسونه اخیستل.

دوي د دغو ایټالویانو د خوشې کېدو په بدل کې چارواکو ته د ماویست مهمو مشرانو د خوشې کېدو په شمول د خپلو غوښتنو یو لست وړاندې کړی دی.