د ملکیانو د وژونکي محاکمه به په امریکا کې پیل شي او ممکن شاهدان هم هلته انتقال شي

د هغه امریکایي عسکر مدافع وکېل به چې د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې د شپاړلسو ملکي وګړو په وژلو تورن دی، نن له خپل موکل سره چې د تکزاس په یوې پوځي اډه کې په توقیف کې دی، وګوري.

ویل کېږي که پوځي څارنوالان له ابتدایي څیړنو وروسته دې نتیجې ته ورسیږي چې کافي اسناد او شواهد شته چې د تورن دوسیه محاکمې ته وړاندې شي، نو به هغه په امریکا کې محاکمه شي او ممکن د پیښې عیني شاهدان له کندهاره امریکا ته انتقال شي.

د کندهار د پنجوایي د پیښې تورن امریکایي عسکر په داسې حال کې د محاکمې لپاره متحدو ایالاتونو ته انتقال شوی چې د افغانستان ملي شورا په افغانستان کې د هغه په محاکمې ټینګار کوي.

د ولسي جرګې یوه هیت چې د پیښې په اړه یې څیړنه کړې دغه راز ویلي چې په دې پیښه کې یو نه بلکه څو عسکر لاس لري.