نن د یمن په دوهم لوی ښار (تعیز) کې یو امریکايي ښوونکی ووژل شو

نن د یمن په دوهم لوی ښار (تعیز) کې یو امریکايي ښوونکی ووژل شو، چارواکو وویل، چې دا امریکايي په داسې حال کې چې په موټر کې سپور وو، د وسله والو کسانو له خوا وویشتل شو او حمله کونکي په موټر سایکلو له سیمې وتښتیدل.
دا امریکايي په (تعیز) کې د سویډني ژبې د زده کړې د یوه مرکز مرستیال مشر وو.

د سیمه ایزو پولیسو یوه چارواکي ویلي، چې حمله کونکي ښايي له القاعده سره تړلي وسله وال کسان وو .

په یمن کې د امریکا سفارت ویلي چې تر اوسه د دې پيښې په اړه معلومات نه لري او په دې ارتباط یې تحقیقات پيل کړي دي.