د کونړ او نورستان ترمنځ د غزیدلې لوې لارې د بندیدو خبر ورکړل شو

د نورستان ځایي اوسیدونکي د کونړ او نورستان ترمنځ د غزیدلې لوې لارې د بندیدو خبر ورکوي.

دوي وایي، چې د نورستان له مرکز پارون څخه د کونړ اوما ولسوالۍ پورې لاره د يوې اونۍ راهیسې بنده ده، چې اوسیدونکي یي د ګڼو ستونزو سره مخ دي.

خو د نورستان والي تمیم نورستاني نن ازادۍ راډيو ته وویل، چې په دې لارې کار پیل شوي او نزدې ورځو کې به بیرته پرانیستل شي.