امنیتي ځواکونو په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د دولت پنځه وسلوال مخالفین وژلي

افغان امنیتي چارواکي وایی، چې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې یي د دولت پنځه وسلوال مخالفین وژلي او پنځه دیرش نور یی ژوندي نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دا وسله وال مخالفین یی په ننګرهار، کاپیسا، فاریاب، کندهار، هلمند، میدان وردکو، لوګر، غزني، خوست او پکتیا ولایتونو کې د جلا جلا عملیاتو په مهال وژلي او نیولې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې یوه اندازه وسله او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي او یو زر او دری دیرش جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې، خو وسله والو مخالفینو بیا تر دې مهاله په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.