په عراق کې د وسله والو یوه ګروپ: یرغمل امریکاکيي سرتیری مو خوشی کړی

په عراق کې د وسله والو یوه ګروپ چې په دوبی کې یې یو امریکايي عسکر یرغمل کړی وو، ادعا کوي چې دا عسکر یي خوشې کړی دی.

د شیعه مشر مقتدا صدر پلویانو، د شنبې په ورځ په بغداد کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې دا پخوانی امریکايي عسکر یې ملګرو ملتونو ته سپارلی دی.

د دې ډلې له خوا د جوړ شوي کنفرانس ویډيو د عراق له (بغدادیه) ټلویزیونه خپره شوه. پدې ويډیو کې یو امریکایی وګړي چې ښايي ( راندي میخایل) نومیږي په پوځي یونیفورم کې ښکاره کړه.