د منځني ختيځ د اقلیت مسیحیانو لوی مذهبي مشر په اته اتیا کلنۍ کې ومړ

د منځني ختيځ د اقلیت مسیحیانو لوی مذهبي مشر د شنبې په ورځ، په اته اتیا کلنۍ کې مړ شو دی.

د مصر د دولتي مطبوعاتو په حواله، پاپ دریم شنودا چې د مصر د قبطي عیسویانو د کلیسا مشر وو د شنبې په ورځ د هغې اوږد مهالې ناروغۍ له امله چې ور پيښه شوې وه مړ شو.

ده له ۱۹۷۱ کال راهیسې د مصر د قبطي عیسویانو د کلیسا مشر وو او په سیمه کې له ډیرو منل شوېو عیسوي مذهبي مشرانو څخه ګڼل کېده.

د مصر مفتي (علي جمعه ) د ده مړینه هغه ستره غمیزه بللې چې ټول مصر یې متاثره کړی دی.