د افغانستان د سولې عالي شورا له امریکا سره د طالبانو له خوا د سولې د خبرو ځنډېدل د افغانانو تر منځ د سولې د خبرو د بندېدو په مانا نه بولي.
د سولې عالي شورا د نړیوالو چارو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار نن ازادۍ راډیو ته وویل، د طالبانو له خوا د خبرو د ځنډ لامل تر اوسه شورا ته نه دی روښانه.
وسله والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې له امریکا سره د سولې د خبرو د ځنډېدو معلومات ورکړي.
وسله وال طالبان د دې کار لامل د دوی لپاره د یوه سیاسي دفتر په جوړولو کې ځنډ او د زندانیانو خلاصون ته یې کمه پاملرنه بولي.