د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما او جمهور رییس حامد کرزي د جمعې په ورځ، په ۲۰۱۳ کال کې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د سپارلو په اړه، د تیلفون له لارې خبرې وکړې.
سپينه ماڼۍ وایي، دواړو مشرانو ومنله چې په ۲۰۱۳ کال کې به افغان ځواکونه د جنګي عملیاتو مسول وي او امریکایي عسکر به یې ملاتړ کوي.
سپینه ماڼۍ دغه زار وایي، د امریکا او افغانستان جمهور رییسان ژمن دي، چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې به د امنیتي چارو مسولیتونه په بشپړ ډول، افغان ځواکونو ته سپاري.
د امریکا او افغانستان جمهور رییسان دغه راز سلا شول، چې د ښاغلي کرزي د هغې غوښتنې په اړه نورې خبرې وکړي، چې وایي، بهرني عسکر دې د افغانستان له کلیو څخه ووځي.
د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې د یوه امریکایي عسکر له خوا د شپاړسو ملیکانو له وژنې وورسته جمهور رییس کرزي، افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د چټک انتقال غږ کړی دی.
د امریکا جمهور رییس بارک اوباما، جمهور رییس کرزي ته بلنه ورکړه، چې په مي میاشت کې د شیکاګو ښار کې د ناټو مشریزې غوندې ته ورشي.
په دې غونډې کې په افغانستان کې د امنیتي مسولیتونو د انتقال بل پړاو په ګوته کیږي.