جرمني د جمعې په ورځ له بیلا روس څخه په ټينګه وغوښتل، هغه دوه کسان دې نه اعداموي، چې تېرکال د ″مینسک″ په میټرو یا تر ځمکې لاندې ټرینونو کې د وژونکو بمی چاودنو په تړاو د اعدام په سزا محکوم شوي دي.
د جرمني له غوښتنې مخکې، اروپایي شوری د بیلا روس جمهور رییس ″الکساندر لوکاشینکا″ وغانده، چې په چاودنو محکوم کسان ″اوولاد کفالیو او ډیمیټري کانا فالاو″ د اعدام سزا یې نه ده بخښلې.
تېرکال د مینسک په بمې چاودنو کې ۱۵ کسان مړه او له دوه زرو زیات ټپیان شوي وو.
محکوم شوي کسان دواړه ۲۶ کلن دي او د نومبر په میاشت کې به اعدام شي.