امریکا د عراق له لارې سوریې ته د ایراني بار وړونکو الوتکو پر تلو اندېښنه لري

د امریکا متحده ایالات د عراق له فضا څخه سوریې ته د ایراني بار وړونکو الوتکو د تلو په اړه اندیښمن دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکټوریا نیولانډ د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د مارچ د پنځلسمې نیټې د ګڼې د راپور په اړه خبرې وکړې.

په دې راپور کې د یوه امریکایي چارواکي له خولې چې نوم یې نه دی په ډاګه شوي، ویل شوي، چې عراقي حکومت د امریکا د حکومت هغه غوښتنه رد کړې چې وایي، د عراق حکومت باید د ایراني باروړونکو الوتکو الوتنې له خپلې فضا څخه بندې کړې.

د دغه چارواکې په وینا، د عراق حکومت په هغو استخباراتي راپورنو هم خبر دی، چې وایي، ایران د سوریې جمهور رییس بشار الاسد ته په الوتکو کې وسلې رسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده وایي:

“مونږ د عراق له فضا څخه سوریې ته د ایران د باروړونکو الوتکو د الوتنو په اړه اندیښمن یو. مونږ په دې اړه د عراق له حکومت سره مشورې کوو او دا خبره مو مطرح کړې چې له ایران څخه هر ځاي ته د وسلو او یا هم د اړوندو موادو صادرول به د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د ۱۷۴۷ نمبر پریکړه لیک څخه سرغړونه وي او دا مهال د سوریې رژیم ته هر ډول استول شوي وسلې به په څرګند ډول، د سوریې د خلکو د ظالمانه ټوکولو لپاره استعمال شي”.

د عراق صدراعظم نورې المالکې د جمعې په ورځ وویل، د عراق له فضا څخه سوریې ته د ایران په ټولو الوتنو کې د بشري مرستو مواد بار وو.