"افغانستان کې د سولې خبرو ته ژمن یو"

د سپینې ماڼۍ ویاند جی کارني

سپینې ماڼۍ پرون وویل، سره له دې چې وسلوالو طالبانو د خبرو اترو د ځنډولو اعلان کړي د امریکا متحده ایالتونه ژمن دي چې په افغانستان کې به د سولې او پخلاینې د بهیر ملاتړ کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جی کارني وویل، امریکا د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ کوي، او د افغانستان د کړکیچ د هواري لپاره تر سیاسي هڅو پرته بله لاره نه شته.

نوموړی د طالبانو دا اعلامیه چې امریکايي چارواکې په خبرو اترو کې متردد دي رد کړه او ویې ویل واشینګټن د خپل پیغام په رسولو کې هیڅ ډول تردد نه دی ښودلی.