د جرمني د دفاع وزیر ټامس ډي مایزیري وايي، د افغانستان دا غوښتنه چې ناټو دې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د امنیتي چارو مسولیتونه افغان ځواکونو ته وسپاري د ناټو په پروګرامونو کې کوم لوی بدلون نه راولي.
دي مایزیري د ولسمشر حامد کرزي د هغو څرګندنو په اړه خبرې کولې چې پرون یې وویل، افغان امنیتي ځواکونو ته دې تر ټاکلې وخت د مخه یعنې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د امنیتي چارو مسولیت وسپارل شي.
د پلان سره سم باید ناټو د ۲۰۱۴ کال تر پایه افغان لورې ته په بشپړه توګه امنیتي چارې وسپاري.
د جرمني د دفاع وزیر ویلي پخواني پلان هم دا دی چې د مسولیتونو لیږد باید له دولسو څخه تر اتلسو میاشتو پورې بشپړ شي.
نوموړې وویل دا سمه ده، چې ښايي امنیتي مسولیت د ۲۰۱۳ میلادي کال تر پای افغان ځواکونو ته وسپارل شي، خو دا ماموریت به د ۲۰۱۴ کال تر پای پورې دوام لري.
د ناټو ویاند ویلي، چې د ناټو تړن به د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په برخه کې خپلو ژمنو ته دوام ورکړي څو د مسولیتونو د انتقال بهیر په ښه توګه ترسره شي او افغان امنیتي ځواکونه دا وړتیا پیدا کړي چې د خپل هېواد د امنیت د ساتنې بشپړ مسولیت پرغاړه واخلي.