د امریکا ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې د انساني قاچاق په اړه د یوې غونډې کوربه و

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما پرون په سپینه ماڼۍ کې د انساني قاچاق په اړه د لوړ پوړو چاروکو د یوې غونډې کوربه و.

په دې غونډه کې د امریکا د متحدو ایالتونو د کابینې غړو برخه لرله او مشري یې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن کوله.

ولسمشر بارک اوباما په دې مناسبت په خپله اعلامیه کې د ۲۰۱۳ میلادي کال د جنورۍ لومړۍ نیټه د امریکا د پخواني ولسمشر ابراهم لینکن د ازادولو یا رېښتنولې د اعلامیې یوسلو پنځوسمه کلیزه وبلله چې په امریکا کې یې د غلام لرلو او غلامانو د سوداګرۍ دوره پای ته ورسوله.

بارک اوباما وویل، د نورو غلامول د انساني شخصت حرمت ته یوه ضربه او پر انساني وجدان داغ دی.

د ولسمشر بارک اوباما په وینا د امریکا متحده ایالات د قانون د پلي کونکیو سره په مرستې، د قربانیانو لپاره د خدمتونو په برابرولو، د عامه پوهاوي په مبارزې او ډیپلوماتیکو فشارونو په وسیله غواړي د انسانانو د قاچاق او غلامولو مخه ونیسي.

د اټکلونو له مخې دا مهال په نړۍ کې د اوه ویشت میلیونه انسانان چې سړي، ښځې او ماشومان په کې شامل دی په یوه بڼه غلامان دی او یا پر درنو کارونو بوخت دي.