بانکي مون د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د بشري حقونو څخه پر سر غړاوېو اندېښمن دی

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکې مون د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د بشري حقونو څخه پر سر غړاوېو اندېښنه ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د هرې ورځې په تیریدو سره په افغانستان کې لا ډیر مسولیتونه له نړېوالو ځواکونو افغان امینتي ځواکونو ته انتقالیږي.

د ملګرو ملتونو په یو راپورکې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو بانکې مون په ځانګړې توګه د سیمه ایزو افغان پولیسو له خوا له بشري حقونو څخه سرغړاوي د اندېښنې وړ بللي دي.

د افغانستان سیمه ایز پولیس له محاکمې پرته په وژنو او د بشري حقونو په نورو سرغړاویو تورن دی.