"تير کال د ايران د خامو تيلو توليدات په ورځ کې ۳،۳۸ ميليون بيرلو ته کم شوي وو"

د انرژۍ نړېوالې ادارې پرون وويل، تير کال د ايران د خامو تيلو توليدات په ورځ کې ۳،۳۸ ميليون بيرلو ته کم شوي و چې دا په تيرو دريو کلونو کې د تيلو د توليد ترټولو ټيټه کچه ده.

بهرته د دې هېواد د تيلو صادرات هم له دوميليون بيرلو کم شوي په داسې حال چې په تيرې نومبر مياشت کې ايران بهر ته د ورځې ۲،۶ ميليون بيرله تيل صادر کړي و.

د انرژۍ د نړېوالې ادارې د مارکيټ او صنعت د څانګې مشرډيويډ فيف وويل، کله چې د اروپايي اتحاديې بنديزونه په بشپړه توګه عملي شي، بهرته د ايران د تيلو صادرات به د ورځې اته سوه زره بيرلو ته راټيټ شي.