د سالنګ تړلې لویه لار نن بیرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه

د سالنګ لویه لاره، چې له تیرو څلورو ورځو او شپو نه تړلې وه نن بیرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

د سالنګونو د ساتنې د ادارې مشر جنرال رجب ازادۍ راډیو ته وویل، چې د اوس لپاره یوازې مسافر وړونکي موتړې کولې شي په دې لاره تګ راتګ وکړي.

د ورکړل شوېو رپورټونو له مخې د وروستیو ورښتونو په مهال په سالنګونو کې په دیرشو بېلابېلو ځایونو کې واورې خویدلې وې، چې په پاکولو کې یی نړېوالو ادارو هم مرسته کړې.