د ننګرهار د پوهنې رياست چاراکي وايي، چې ناپېژانده وسلوالو د چپرهار ولسوالۍ د شولانې کلي ښوونځى پر بمونو الوزولې.
د ننګرهار د پوهنې رياست ویاند محمداصف شينواري نن پیښه تایید کړه او ازادۍ راډیو ته یي وويل، چې په دې چاودنه کې د ښوونځي د ادارې په ګډون اته خونې ويجاړې شوې، ٢٨ خېمې او د ښوونځي ټول کتابونه او وسايل سوځېدلي دي.
د پوهنې رياست وياند زياتوي، چې په دغه ښوونځي کې ٢زرو ٦٤٠ هلکانو او نجونو زده کړې کولې.
نوموړي د دې پېښې د غندلو ترڅنګ وويل، چې دولت دې د راتلونکي ښوونيز کال لپاره په دغه ښوونځي کې د زده کړو امکانات برابر کړي.
د دغې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.