په افغانستان کې د امریکا دفاع وزیرته د ګواښ پیل

یوه افغان چې په هلمند ولایت کې یي د انګلیسي ځواکونو په پوځي اډې کې کار کاوه د چهارشنبې په ورځ یي یوه لارۍ وتښتوله او هغه مهال یي د الوتکو رنوي یا الوت لیکې ته ورنږدي کړه چې د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا الوتکه راښکته کېدله.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قوماندان مرستیال جنرال کورتیس سکاپاروټي چې له پنیتا سره یي یو ځاي سفر کاوه، په کابل کې خبریالانو ته وویل، موټر چلوونکې د بهرنیو ځواکونو ترجمان و.

ویل کېږي، چې دغه سړي په لارۍ کې د تیلو یوه ډبه هم درلوده او د ټکر پر مهال یي اور واخیست.

جنرال سکاپاروټي وایي، له موټر څخه لوګې پورته شول او وسوځيد. ده زیاته کړه ، لارۍ په هوایي ډګر کې د امریکا د سمندري پلي ځواک د عسکر پر لور روانه وه.
دا امریکایي جنرال وایي، فکر کوم دغه افغان د زیان رسولو اراده درلوده.

جنرال سکاپاروټي دغه راز وویل، فکر نه کوي چې دغې پیښې د پنیتا د الوتکې له رسیدو سره تړاو درلود او دا ځکه، ډېره ګرانه ده چی یو څوک دي پوه شي چې د امریکا دفاع وزیر په کومې الوتکې کې سفر کوي.

په دې پیښې کې د امریکا دفاع وزیر او ملګرو ته یی کوم زیان ندی رسیدلی . کله چې لیون پنیتا له الوتکې څخه راښکته شو، د دغې پیښې په اړه ورته معلومات ورکړل شول.

د امریکا پوځي چارواکې وایي، کله چې دغه افغان لارۍ غلا او تښتوله یوه انګلیس عسکر یی د درولو هڅه وکړه خو چلوونکې عسکر په موټر وواهه او ټپي یي کړ.

جنرال سکاپاروټې وایي، ددغې پیښې عامل افغان تر درملنې لاندي و، خو مړ شو.
دغې پیښې د بهرنیو ځواکونو تر منځ اندیښنې زیاتې کړې. د امریکا دفاع وزارت سمدستې ندي ویلی چی ګوندي دا په لیون پنیتا باندي حمله وه.

نوموړی لومړنی جګ پوړی امریکایي چارواکې دی چې په افغانستان کې د یوه امریکایی عسکر له خوا په کندهار کې د ۱۶ ملکېانو له وژنې وروسته يي دغه هیواد ته سفر وکړ.

په راپورونو کې ویل شوي چې د ملکې افغانانو په قتل تورن امریکایي عسکر په کویټ کې د امریکایي ځواکونو اډې ته انتقال شویدی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په باور، دا مسله به افغانان نور هم په غوسه کړې او دوي غواړي چی امریکایي عسکر باید ددغه جرم په اړه په افغانستان کې محاکمه شي.