لیک نیم دیدن دی او د سوک وهنې اتل هم در پیژنو

وايي، چې ليک نيم دیدن دی، خو ویل کيږي، چې د ملګرو تر منځ دغه نیم دیدن اوس نه کيږي.هر څوک ملګري لري، خو چې کله ورنه کوم د زړه ملګري لرې لاړ شي، نو یا لیک ورته لیږي، یا زنګ ورته وهي او ځینې خو بس یار له کوڅې تېر که رنګ یې هېر که.

وايي، چې شتمن سړی هغه نه دی چې ډیر مال دولت ولري، بلکې هغه دی چې ډير ملګري ولري، خو که له چا یو ملګری لرې لاړ شي ، نو داسې انګيري لکه څه یې چې ورک کړي وي، خو د يوه بل لیک ته به داسې په بې صبرۍ سره په تمه وي، لکه للمه ځمکه چې د باران په تمه وي.

څو کاله پخوا چې کله موبایل او انټرنټ نه و عام شوي، نو ملګرو به یو بل ته لیکونه لېږل، خو اوس د لیک لیږل یا خو ډیر کم شوي او یا له منځه تللي

لیکوال او شاعر حنيف حېران وايي چې پخوانۍ ملګرتیې لکه د ليک لیکلو په څېر له ډیر فکر وروسته رامنځ ته کېدې او زر له منځه نه تلې، خو وايي، چې څنګه د موبایل او انټرنټ په مرسته يو څه زر لیکل کيږي، لیږل کيږي او ورانول کيږي، دوستۍ هم پکې همداسې لنډ مهاله او زر له منځه ځي.

محمدالله ارین احمدزی هم يو لیکوال دی، دی هم وايي چې لیک به یې ډیر له مینې لیکه او ډیر فکر به یې ورباندې کاوه، خو په ایس ايم ایس یا ايميل کې دومره ډیر څه نه ليکي.

حیران وايي، چې که موبایل او انټرنټ خلک دیر سره نږدې کړي، نو د هغوی تر منځ یې هغه پخوانۍ مينه هم له منځه وړې، خو ده د خپلو ملګرو ليکونه ځکه تر اوسه ساتلي، چې خپل ملګري یې په یاد واوسي او ملګرتیا یې تازه.

سوک وهنه:

چې د دوو خوږو ملګرو تر منځ هم کله وهل ټکول رامنځته شي، نو په یوه او بل داسې وار نه کوي، چې هغه دې خوږ نشي، خو د ملګرو تر منځ اکثراً د مینې او شوخۍ له کبله کله کله سوک وهل منځ ته راځي.

سوک وهل هم د ځینو نورو لوبو په څېر يوه لوبه ده، چې په افغانستان کې یې هم د نورو لوبو په څېر په دې وروستیو کې پرمختګ کړی.

د دې لوبې يو ځوان اتل حميد رحيمي دی، چې څه موده وړاندې یې د المان په هامبورګ ښار کې ترسره شويو سیالیو کې د بوکس نړېوالې ټولنې اتلولي خپله کړه.

حميد رحيمي وايي، چې له ماشومتوبه یې له سوک وهنې سره جوړه وه، خو د کورنیو جګړو له کبله له هیواده بهر یاني المان ته په تګ مجبور شو، چې هلته یې په غیر مسلکي ډول د سوک وهنې لوبه پیل کړه.

رحيمي چې له ۲۰۰۳ کال راهيسې یې په غیر مسلکي ډول د سوک وهنې لوبه پیل کړې وه، په ۲۰۰۷ کال کې یې په مسلکي ډول پېل کړه، چې له هغو ۲۱ سیالیو چې ده ترسره کړي دي، ۲۰ یې پکې ګټلي دي،چې لویه بریا یې د هامبورګ ښار کې له خپل روسي سیال روسلان رودویچ څخه ترلاسه کړه.له سیالۍ وړاندې رحيمي خپل سیال ته ویلي وو، چې د یوه فني وار په کولوسره به ماتې ورکړي.دا چې څنګه یې پر ځان دومره باور درلود، چې خپل سیال ته له لوبې وړاندې ګواښ وکړي او دا وړاندوینه ريښتیا کړي، رحيمي وايي، چې له لوبو وړاندې د هغه د سیالیو ویډیوګانې ولیدلې، د هغه د تکنيکونو کارونه مې وڅارله او د هغه کمزورۍ مې پيدا کړې، هماغه و چې زه یې په ماتولو کې بریالی شوم.

حميد رحيمي د بوکس په نړیوالو سیالیو کې د ۷۲ کلیو ګرام په وزن کې اتلولي خپله کړه، چې د هیواد بیلا بیلو دولتي چارواکو او خلکو لخوا په ډیره مینه بدرګه شو او وهڅول شو، دی ډیر خوشاله و او ویل یې چې دا ویاړ يوازې زما نه بلکې د ټولو هیوادوالو دی، ده وویل چې د خپلو خلکو مینې هغه ډیر هڅولی او هڅه به وکړي، چې په راتلوونکو نړیوالو سیالیو کې هم اتلولي خپله کړي.

تاندې څانګې هره شنبې او دوشنبې له ازادۍ راډیو څخه خپریږي، چې نورګل شفق یې جوړوي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ځوانانو لپاره د تاندې څانګې خپرونه