په زابل کې نن په سلګونو خلک واټونو ته راووتل او د کندهار پر پیښه يي اعتراض وکړ

په زابل کې نن په سلګونو خلک واټونو ته راووتل او په کندهار کې یي د یو امریکایي سرتیري له خوا د شپاړلسو ملکي وګړو په وژنې اعتراض وکړ.

له کندهار څخه د ازادۍ راډیو خبریال وایي، چې دا مظاهره په قلات ښار کې شوې او مظاهره کوونکو په دې پیښه کې د ښکیل امریکایي سرتیري د محاکمې غوښتنه وکړه.

د دې مظاهرې په مهال د کابل-کندهار لویه لاره د یو ساعت لپاره د ترافیکو پر مخ تړلې وه.

له دې مظاهرې یوه ورځ مخکې پدې پیښه کې ښکیل امریکایی سرتیرې له افغانستان څخه ایستل شوې.

دا مظاهره پداسې حال کې شوې، چې د امریکا ددفاع وزیر افغانستان ته له پرونه راهیسې خپل دوه ورځنې سفر پیل کړې دې او ټاکل شوې نن په کابل کې له افغان ولسمشر سره وګوري.