د ارزګان په دهراود کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه شپږ ملکي وګړي وژل شوي

د ارزګان په دهراود ولسوالۍ کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ ملکي وګړي وژل شوي او د یو ماشوم په ګډون دوه کسه نور ټپیان دي.

د دهراود ولسوال امین اله خان څو شیبې مخکې ازادۍ راډیو ته وویل، چې په وژل شویو کسانو کې څلور ښځې او دوه ماشومان شامل دي.

ده وویل، چې دغو کسانو په یوه سراچه موټر کې سفر کاوه، چې چاودنه پرې وشوه، په ټپیانو کې موټر چلوونکې هم شامل دې.

که څه هم تر اوسه پورې چا د چاودنې مسؤلیت نه دې اخیستې، خو ځایي چارواکي د دې چاودنې پړه په وسله والو مخالفینو اچوي.