پاکستاني طالبانو هغه دوه تنه سویسیان میړه اوښځه خوشې کړې چې اته میاشتې مخکې په بلوچستان کې برمته شوي و.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اطهر عباس وویل، دغه دوه سویسیان اوس امن دی او روغتیایي وضعیت هم ښه دی او زیاته یې کړه چې دوي پیښور ته انتقال شوي دي.
پوځي چارواکو، چې نومونه یې نه دي ښودل شوي ویلي چې دوي په شمالي وزیرستان کې ساتل کیدل.
۳۱کلن او لیویر دیوید اوخ او ۲۸ کلنه دانیلا ویدمیر د تیرې جولای په میاشت کې تښتول شوي و.
پاکستاني طالبانو د هغوی د یرغمل کیدو ادعا کړې وه او ویلي یې وچې په متحدو ایالاتونو کې د یوه پاکستاني ساینس پوه د خوشي کیدو په بدل کې به دغه سویسیان خوشې کړي.