مسکو د پوځي اکمالاتو د لیږد رالیږد لپاره له ناټو سره پر معاملې غور کوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف ویلي دي، چې مسکو پر هغې نوې معامله غور کوي چې له مخې یې امریکا او ناټو کولای شي د روسیې هوايي اډې افغانستان ته د خپلو سرتیرو او پوځي اکمالاتو د لیږد رالیږد لپاره وکاروي.

لاوروف د روسیې پارلمان ته وویل، دا ګام به د روسیې د خپل امنیت په ګټه وي، دا تړون به لومړی ځل وي چې د روسیې پر خاوره د ناټو پوځي اکمالات تیریږي.

وروسته له هغې چې پاکستان د ناټو پر مخ لارې وتړلې واشینګټن او متحدین یې له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو او پوځي وسایطو د ایستلو لپاره د نورو لارو په لټه کې شول.