د ۱۶ملکي افغانانو وژونکی امریکايي پرون ناوخته له افغانستانه انتقال شوی دی

د امریکا پوځ ویلي، هغه امریکايي سرتیري چې په پنجوايي ولسوالۍ کې د شپاړلسو ملکي افغانانو په وژنه کې د لاس لرلو په جرم نیول شوې پرون ناوخته د افغانستان څخه انتقال شوی دی.

د پینټاګون یو ویاند جان کیربي رسنیو ته ویلي، چې دا سرتیري له افغانستان څخه د قانونې سپارښتنې پر بنسټ انتقال کړی دی.

نوموړې وویل، موږ په افغانستان کې د نوموړي لپاره مناسب زندان نه لرو، ښاغلي کیربي په داسې دوسیو کې د ښکیلو امریکايي پوځیانو د ساتنې ځانګړې ځای ته اشاره وکړه.

یو بل امریکايي چارواکي ویلي، چې تورن امریکايي سرتیري له افغانستان څخه بهر یو بل هېواد کې ترمحاکمې د مخه د ساتنې یو ځای ته انتقال شوی .

افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې .