روسي ورځپاڼه: هیلري کلنټن ویلي چې ایران د جګړې د مخنیوي لپاره وروسوتی چانس لري

د روسیې کومرسانت ورځپاڼې د چهارشنبې د ورځې په ګڼې کې لیکلي، د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د مارچ په دولسمه د ملګرو ملتونو په غونډې کې خپل روسي سیال سرګې لافروف ته ویلي وو؛ چې ایر ان ته ووایي، دا هیواد د جګړې د مخنیوي لپاره یو وروستی چانس لري.

ورځپاڼه لیکي، چې دا وروستی چانس به په راتلونکي میاشت کې هغه مهال څرګند شي، چې ایراني استازي د شپږو هیوادونو (امریکا، روسیې، چین، فرانسې، انګلستان او جرمنې) له استازو سره خبرو ته حاضر شي.

کومرسانت زیاتوي، د اسراییلو صدراعظم بینیمن نتنیاهو متحده ایالاتو ته د وروستي سفر پر مهال جمهور ريیس بارک اوباما ته وویل، اسراییل تمه لري، چې د ایران د اټومي پروګرام د ویجاړولو په حملې کې به یې امریکا ملاتړ وکړي او که چیرې نوموړی د دغې حملې ملاتړ ونه کړي نو د جمهورې ریاست په انتخاباتو کې به په امریکا کې د یهودیانو ملاتړ له لاسه ورکړي.

کومرسانت ورځپاڼې د روسیې د دفاع وزارت د چارواکو په حواله چې نومونه یې نه دې په ډاګه شوی، لیکلي، چې روسیې پر ایران باندې د اسراییلو او امریکا د حملې د عواقبو لپاره تیاری نیولی، په خاص ډول قفقاز ته د ستر شمېر ایراني مهاجرو د احتمالي بهیر لپاره یې لازم ترتیبات برابر کړي دي.