د کندهار چارواکي وایي، نن غرمه مهال د ملي امنیت ریاست مخې ته چاودنه وشوه چې درې کسان په کې ټپيان شول.
د کندهار مطبوعاتي دفتر ازادي راډيو ته وویل، چې دغه چاودیدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پرځای شوي وو او د تالاشۍ ځای ته نږدې وچاودیدل.
بل پلو د میرویس روغتون چارواکي وایي، چې دوی ته له پیښې څخه یو وژل شوی او درې ټپيان وروړل شوي دي.
تراوسه معلومه نه ده چې وژل شوی او ټپيان څوک دي.
نن سهار وختي د کندهارد هوایي ډګر له دروازې سره هم چاودنه وشوه، چې د راپورونو له مخې د هواي ډګر دوه تنه کار کوونکي په کې ټپيان شوي دي.