د امریکا ولسمشر د ایران په اړه د "ملي بېړني حالت" په نوم قانون تمدید کړ

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ایران په اړه د ملي بېړني حالت په نوم قانون چې د ۱۹۹۵ کال په مارچ میاشت کې اعلان شو، پرون تمدید کړ.

اوباما په یوه لیکلي یادداشت کې ویلي، له دې چې د ایران د حکومت اقدامات د متحدوایالاتو ملي امنیت، بهرنۍ پالیسۍ او اقتصاد ته لاهم بېساری ګواښ کوي، نو د ملي بېړني قانون اعتبار به د ۲۰۱۲ کال د مارچ میاشتې له پنځلسمې نېټې وروسته دوام وکړي.

واشنګټن او تهران د ایران د لانجمن اټومي پروګرام او له تروریزم څخه د اسلامي جمهوریت د ملاتړ د ادعاوو په ګډون د ګڼ شمېر مسایلو په اړه اختلاف لري.

امریکا د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب او په تهران کې د امریکايي اتباعو له برمته کېدو وروسته له ایران سره خپل ديپوماتیک اړیکي پرې کړل.