د افغانستان په جنوب کې د ایساف ځواکونو یو سرتیری وژل شوی

د ایساف ځواکونه وایي، چې د افغانستان په جنوب کې یې یو سرتیری، وژل شوی دی.

د ایساف ځواکونو له خوا په خپره شوی اعلامیه کې راغلي، چې دغه پوځي تیره ورځ په یوه غیری جنګي حادثه کې د ټپونو له امله مړ شوی دی.

په اعلامیه کې د سرتیري هویت او د پیښې په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.