نیکولاس سارکوزي:خپل هېواد د ویزې له ازاد زون شینګین څخه وباسو

د فرانسې ولسمشر نیکولاس سارکوزي پرون ګواښ وکړ، چې دی به خپل هېواد د ویزې له ازاد زون شینګین څخه وباسي که اروپایي اتحادیه د غیر قانوني مهاجرت په مخنیوی کې پرمختګ ونه کړي.

سارکوزي چې د ولسمشرۍ د یوې بلې دورې لپاره یې ځان کاندید کړی د پاریس ښار په لمنه کې خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، چې غیر قانوني مهاجرتونه به د اروپا پر هغو هلوځلو چې په ټولنه کې د نویو مهاجرینو د جذبیدو لپاره پرمخ وړل کیږي او هم به په ټوله اروپا کې د محرومو ډلو د ټولنیزامنیت پر شبکو ناوړه اغیز وکړي.

سارکوزي وویل، چې موږ نشو کولای چې د اروپا د بهرنیو پولو د نیمګړتیاو بار په غاړه واخلو او زیاته یې کړه، چې د اروپایي اتحادیې د مهاجرت په اوسني قانون کې د اصلاحاتو راوستل یواځینۍ لاره ده چې د اروپا دننه د فشارونو د زیاتوالي مخه ونیول شي.