په ټول افغانستان په تیره کلیو او بانډو کې ډیرې داسې کورنۍ اوسیږي، چې ورونه، ترونه او ان د تره زامن یو ځای په یوه کور کې داسې ژوند کوي، چې ډوډۍ او اوبه یې په یوه دسترخوان وي، په داسې کورنیو کې بیا میرمنې د کور د پاکۍ او خوړو برابرولو له امله ډیرې ستړې او ستومانه وي.
د کورنۍ نارینه وو ته بیلیدا یو لوی شرم ښکاري وایي، که ورونه سره جلا شي کورکلي خبرې پسې کوي،دوی یو متل هم لري وایي ( چې بیل شو، غلبیل شو) یا نې که دوي سره جلا شي نو هر یو به په بیلو لارو ځي.
زیاتره داسې کورنۍ هم شته، چې له پنځوسو تنو نه یې غړي ډیر وي بیا هم نه غواړي چې خپل کورونه بیل کړي.
په خپرونه کې تمثیلي ټوټه هم لرو چې ما فرشتې مرسل لیکلې، صادق سپین غر، ستاره امیني، او سپوږمې برخه په کې اخیستې، په تمثیلي ټوټه کې د هغو کسانو په هکله غږیږو چې له ځینو نانوایانونه شکایت کوي.
لیکونکې-فرشته مرسل

Your browser doesn’t support HTML5
د کورکلي خپرونه