افغانستان او اروپایې ټولنه به د ستراتیژیکو اړیکو په اړه رسمي خبري پيل کړي

ټاکل شوې د افغانستان او اروپایې ټولنې ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د سند د لاسلیکولو په اړه نن په کابل کې رسمي خبري پيل شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وایې، په همدې هدف ټاکل شوې نن د اروپایې ټولنې یو پلاوی کابل ته راشي.

ښاغلي موسی زي د دې سند د جزیاتو په اړه داسې وویل:

(هغه سند چې د اروپایې ټولنې سره لاسلیک کیږي، په کې د دې ټولنې ټول غړي شامل دي.

په دې سند کې امنیتي، اقتصادي، سیاسي، د صحت، لوړو زده کړو او کانونو په برخه کې همکارۍ شاملي دي.)

ښاغلي موسي زي وویل، اړینه ده چې د اروپایې ټولنې ټول غړي دا سند لاسلیک کړي او له دې امله ممکن خبرې اترې تر یوه کال پورې دوام وکړي.