د ګورجستان ابخازیا: د ټاکنو په پایله کې کاندیدانو د پارلمان له نیمایي نه کمې څوکۍ ګټلي

د ګورجستان د جلاغوښتونکې سیمې ابخازیا چارواکې وایي، چې د شنبې د ورځې د انتخاباتو د لومړي پړاو په نتیجه کې کاندیدان په دې بریالي شوي چې یواځې د پارلمان له نیمایي څخه کمې څوکۍ وګټي.

د دې لانجمنې سیمې د انتخاباتو مرکزي کمیسیون وویل، چې دیارلسو کاندیدانو اکثریت رایې چې د پارلمان د یوې څوکۍ د ګټلو لپاره ورته اړتیا وه، خپلې کړي دي.

په انتخاباتو کې د خلکو ګډون په سلو کې شاوخوا ۴۴ و.

د ابخازیا د پارلمان د ۳۵ څوکیو لپاره نژدې ۱۵۰ کسانو ځانونه کاندید کړي و.

د پاتې ۲۲ څوکیو لپاره به دوهم دور انتخابات د مارچ په ۲۴ ترسره شي.

ګورجستان وایي، دغه انتخابات غیر قانوني دي ځکه د کریملین تر اشغال لاندې چې اشاره یې هغو زرګونو روسیي عسکرو ته ده چې په ۲۰۰۸ کال د روسیې او ګرجستان ترمنځ د جګړې راهیسې په دې سیمه کې دیره دي، ترسره شوي.

مسکو له دغې جګړې وروسته ابخازیا او جنوبي اوسیتیا د خپلواکو هېوادونو په توګه په رسمیت پیژندلي دي.