په کابل کې د امریکا سفارت:د کندهار د پیښې په اړه ژورې څیړنې روانې دي

په کابل کې د امریکا سفارت وایي، چې د کندهار د پیښې په اړه ژورې څیړنې روانې دي او عاملین به یي له پیژندګلوۍ وروسته محاکمه شي.

د ورکړل شوېو رپورټونو له مخې تیره شپه درې بجې د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې د ایساف ځواکونو له خوا تر پنځلسو زیات ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړول شوې.

د امریکا سفارت له خوا په خپره شوې یوه خبر پاڼه کې په دې پیښې ژوره خواشیني څرګنده شوې او ویل شوي، چې دوي په دې پیښه کې د ټپي شویو کسانو په سمه توګه درملنه کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې له دې پیښې سره په تړاو کې یو امریکایی عسکر نیول شوې او ددوی تحقیقات روان دي.

له بل لوري د کندهار ځایی چارواکو هم د پیښې په اړه تحقیقات پیل کړي.