په پیښور کې د یوې جنازې په مراسمو کې شوې چاودنې ۱۳تنه ووژل

په پيښورکې نن د یوې جنازې په مراسمو کې چې د خیبر پښتونخوا د واکمن ګوند نشنل پارټي مشر اسفندیار ولي خان او یو شمېر نورو سیاستوالو ګډون درلود، په چاودنه کې ۱۳ تنه وژل شوي دي او تر ډیر شو زیات زخمیان دي.

د پيښور د لیډي ریډينګ روغتون مسولینو ویلي دي، چې پينځه تنه زخمیان په خراب حالت کې دي.