افغان ولسمشر حامد کرزي افغان میرمنو ته ډاډ ورکړ، چې د هېواد د اساسي قانون پر بنسټ د دوي حقوقو او ازادیو ته پابند دی.
ښاغلي کرزي، چې د یکشنبې په ورځ یي د ښځو د نړېوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې یوې غونډې ته وینا کوله دا خبره په کلکه رد کړه، چې ګواکې د هېواد دیني علماء د ښځو حقوق سلبول غواړي.
د ښاغلي کرزي په وینا د هېواد اساسي قانون، چې په کې د ښځو حقوق خوندي شوي د همدغو علماء په وسیله ترتیب شوې:
(همدا دیني علمان وو، چې موږ سره یې د هېواد اساسي قانون جوړ کړ،همدا د وطن مشران وو، چې موږ سره یې اساسي قانون جوړ کړ او دا په هیڅ عنوان په دې معني نه و، په افغانستان کې د ښځوله ازادۍ، په افغانستان کې دښځو حقوق او په افغانستان کې د دوي پرمختګونو دهمدې ټولنې له خوا تضمین شوي چې موږ ټول په کې یوځای یو، ځوانان، هم سپین ږیري هم تعلیم یافته هم کلیوال اوهم علمان.)
ښاغلي کرزي د ښځو د حقوقو په اړه د لویدځو رسنیو رپورټونو له غرضه ډک وبلل او ویویل، چې پدې رپورټونو کې د علماء دریځ تحریف شوې دې.
ولسمشر دا ډاډ هم ورکړ، چې نه یوازې دوی د ښځو موجوده حقوقو ته پابند دي، بلکه هڅه کوي دا نور هم زیات کړي.