د یمن په جنوب کې بې پيلوټه امریکايي الوتکې په یوه برید کې ۳۳مشکوک القاعده وژل شوي

د یمن په جنوب کې د بې پيلوټه امریکايي الوتکو د یوې حملې په ترڅ کې د القاعده شبکې لږ تر لږه ۳۳ تنه مشکوک غړي وژل شوي دي.

یوه یمني چارواکې، چې خپل نوم یې نه دی اخیستی، غربي رسنیو ته ویلي چې د دې حملې هدف د یمن په جنوب کې د تروریستانو مشکوک مرکزونه وو، چې لږ تر لږه ۲۷ تنه په کې وژل شوي دي او تر ۵۵ زیات زخمیان دي.

د یمن په جنوب کې د جار په سیمه د شنبې په ورځ د یمني الوتکو په هوايي حملو کې هم د القاعده شبکې ۶ مشکوک غړي وژل شوي دي.