د پاکستان په باړه کې د پوځ او وسله والو ترمنځ په نښته کې لږ تر لږه 39تنه وژل شوي

پاکستاني چارواکو ویلي، چې د شنبې په ورځ په باړه کې د پوځ او وسله والو ترمنځ په نښته کې لږ تر لږه ۳۹ تنه وژل شوي دي.

نښته په داسې حال کې شوې، چې د پاکستان پوځ د پوځي هلي کوپټرو په ملاتړ د باړې په شاوخوا سیمو کې د تلاشۍ په عملیاتو پیل وکړ .

د خیبر پشتونخوا یوه سیمیز چارواکي سید احمد جان ویلي دي چې په دې نښته کې د وژل شویو له ډلې اوه تنه وسله وال او یو شمېر ملکیان هم شامل دي.

خپلواکو سرچینو دا خبره نده تایید کړی،ځکه چې سیمې ته تګ ممکن ندی.